د هرات ګمرک کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل سو!
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کي د هرات ګمرک ریاست (۲۶) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په اړه روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي به د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل سي.
یاد روزنیز پروګرام، چي یوه میاشت به دوام ولري ورسره به په اړوندو ګمرکي برخو کي د کارکوونکو وړتیاوي لوړي سي او په اړوندو چارو کي به لا ډېر ښه والی رامنځته سي.