د چارواکو ژوندلیک

1- د ډاکټر محمد همایون قیومي لنډ ژوند لیک

ډاکټر محمد همایون قیومي، د سن خوزې ایالتي پوهنتون متقاعد رئیس او د زېربنا، بشري سرچینو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار دی. نوموړی له دې وړاندي په کالیفرنیا کې د سیلیکون درې (سیلیکون ولي) د سن خوزې په ایالتي پوهنتون کې اته ویشتم رئیس او د برېښنا انجینیرۍ د استاد په توګه دنده ترسره کړي ده.
له دې څخه پخوا نوموړی د کالیفرنیا شرقي خلیج پوهنتون رئیس هم پاتي شوی. دی د امریکايي بېروت له پوهنتون څخه د برېښنا انجینیرۍ په څانګه کې لیسانس او همدارنګه له سینسیناتي پوهنتون څخه څلور ماسټرۍ (د هسته یي انجینیرۍ ماسټري، د کامپیوټر او برېښنا انجینیرۍ ماسټري، د ادارې او سوداګرۍ او مالي چارو ماسټري او د برېښنا انجینرۍ په برخه کې دوکتورا) لري.
نوموړي اته کتابونه او له ۱۰۰ څخه ډېرې مقالې او په بېلابېلو کتابونو کې یې ګڼ فصلونه خپاره کړي دي. هغه یو مسلکي انجینیر او د باور وړ معتبر محاسب دی.
ډاکټر قیومي، په ګڼو پوهنتونو کې د اداري او انجینیرۍ په برخو کې له ۴۰ کالو ډېره تجربه لري. هغه په عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان کې د مختلفو پروژو انجینیر پاتي شوی، له هغې ډلې په ۱۹۷۰ کال کې د دوه کالو لپاره د ام النار برېښنا کوټ پروژې انجینیر وو. نوموړي په ټوله امریکا کې په زیاتو کنفرانسونو او ۱۲ نورو هیوادونو کې پریزینټېشنونه وړاندي کړي دي.
ډاکټر قیومي د برېښنا انجینیرۍ انسټیټیوټ او الکټرونیک (IEEE) ستر غړی وو، نوموړي له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۳ کلونو پورې او د مالکوم بالډریج ملي کیفیت جایزې د ستر څېړونکي (ممتحن) په توګه دنده تر سره کړي ده. هغه له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې د میسوري، پروګرام ستر څېړونکی وو. 
ډاکټر قیومي، د APPA غړی دی او د APPA دوه غوره جایزې، چې یوه د APPA رئیس او ورسره یې د NACUBO اجرائیه غوره جایزه تر لاسه کړې ده. هغه د رئیسانو په څو بورډونو لکه، KQED ګروپ، د سیلیکون ولي مشري، د خلیج سیمې شورای، د خلیج سیمې اقتصادي شورای انسټیټیوټ او سیلیکون ولي په ګډه پانګونه کې خدمت کړی.  
په دې سربېره نوموړي، د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت د علمي مشورتي شورای، د سایبري امنیت د ریاست دنده پر غاړه اخیستي. دی د کالیفرنیا علمي او ټکنالوژۍ شورای (CCST) د ستر غړي په توګه، په ۲۰۱۵ کال کې د سیلیکون ولي انجینیرانو (Silicon Valley Engineering Hall of Fame) مشاهیرو (نوموتو)  ټولنې ته ور معرفي شو. د نوموړي لیاقت او استعداد ته په کتو سره د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم په اساس د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د ستر سلاکار تر څنګ د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د پالیسۍ مرستیال ناهید سرابی

د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیاله اغلې ناهید سرابي، په ۱۹۸۶ کال د غزني ولایت سراب په سیمه کې زېږېدلې.
نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې تر سره کړي، د طالبانو د رژيم پر مهال یې کورنۍ پاکستان ته کډواله شوه.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته مېرمن سرابي، هیواد ته را ستنه شوه، د کابل پوهنتو فلسفې او علومو په پوهنتځي کې یې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړې په هند کې د زده کړو د دوام په موخه د هند د کلتوري اړیکو (ICCR) له شورای څخه سکالرشیپ ترلاسه کړ.
همدارنګه یې په ډهلي کې د ښځو لپاره (Indraprastha) له پوهنتون څخه د سیاسي علومو او ماسټري یې د مدیریت په برخه کې د جرمني راهور له پوهنتون څخه تر لاسه کړي.
مېرمن سرابي، په ۲۰۱۳ کال کې بیاځلې اکاډمۍ ته مخه کړه، په دې ځل یې د فولبرایټ له لارې دویمه ماسټري د کارونې اقتصاد په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو لوېدیځ مشیګان له پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
ناهید سرابي، د مدني خدمتونو مسلکي کار په ۲۰۰۷ کال کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پیل کړ، چې په هغه کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مکتوبونو او تحقیقاتي پروګرامونو مسؤلیت په غاړه درلود.
نوموړې د سیمه ایز خپلواک حکومت (IDLG) لپاره د سلاکارې او د مشارکت همغږې کوونکي په صفت کار کاوه، چې د سیمه ایزې څارنې مسؤل استازې ده. مېرمن سرابي، د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د سلاکاري، په توګه د کارپوهانو له ډلې سره چې د افغانستان ستراتېژیکې پراختیا چوکاټ کې د پراختیا او څارنې چوکاټ لپاره، د افغانستان لپاره د سولي او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) کې مرسته کړې ده.
هغې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۳ کال پوري د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ (ANDS) د مدیرې په توګه دنده تر سره کړي ده. په کاري موده کې هغي وکولی شول د ملي پراختیا ستراتېژۍ په ریاست کې ۲۲ پروګرامونه تر سره کړي. د ملي پراختیا پروګرام سربېره، د نړیوال کنفرانس لپاره چې د افغانستان لپاره جوړېده مدیریت او پروګرام جوړونه وکړي.
همدارنګه د توکیو کنفرانس ۲۰۱۲ او بروکسل کنفرانس ۲۰۱۶ کې اصلي غړې وه. هغې د پالیسۍ مرستیال په دفتر کې د راپور د تجزیې او تحلیل او د څارنې د مدیرې په توګه خدمت کړی.

3- د مالیې وزارت اداري مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ

ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ، په مدیریتي، مالي، حسابدارۍ، تدارکاتو او بانکدارۍ په چارو کې ښې تجربې لري او له تمویلوونکو سره پراخې اړیکې لري او په ورته وخت کې یې په دولتي ادارو، د تمویلوونکو له  ادارو او خصوصي سکټور سره دندې ترسره کړي دي. نوموړي د پاکستان پنجاب له پوهنتون څخه فارغ شوی او ماسټري یې له تخصص سره په مالي چارو کې ترلاسه کړې ده. نوموړی له دې وړاندي د افغانستان زیمنس شرکت سوداګرۍ مدیر، د دفتر رئیس او د نوي کابل ښار خپلواک بورډ د مالي او تدارکاتو رئیس په توګه، د دې ترڅنګ نورو شرکتونو او نړیوالو مؤسسو کې دندې ترسره کړې دي. داراز؛ نوموړی د مالیې وزارت د پراختیایي پروژو د رئیس او بودیجې لوی رئیس د ستر سلاکار په صفت په دندو بوخت وو.
ښاغلي ځدراڼ، د جاپان پراختیایي ادارې (جایکا) د یوه مخکښ سلاکار او د نوی کابل ښار پراختیا خپلواک بورډ ستر مالي مدیر په توګه خدمت کړی. هغه د پانګې او تمویلوونکو د ملاتړ جذبولو په موخه خپله اړونده اداره په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو او سیمینارونو کې معرفي او له نړیوالو تمویلوونکو لکه (د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د جاپان نړیواله پراختیایي اداره، د اسیا پراختیایي بانک، د امریکا متحده ایالاتونو پراختیایي اداره، د کوریا د همکاریو پراختیایي اداره، د اسلامي پراختیای بانک...) سره یې تعامل وکړ. د افغانستان د حکومت په عامه مالي مدیریت کې د نوموړي تجربې د پاملرنې وړ دي.
نوموړی په ۱۳۹۵ کال کې د مالیې وزارت سترو مالیه ورکوونکو رئیس په توګه وټاکل شو او ورپسې د عوایدو لوی رئیس په صفت و ګمارل شو. ښاغلی ځدراڼ، اوس مهال اداري مرستیال او د امنیتي او دفاعي چارو د لګښتونو د سپما په برخه کې د مالیې وزیر ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.