د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدتي درسونو ازموینه واخیسته!

د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد لوی ریاست د حکم پر بنسټ د ماليې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقايدو او طهارت په برخو کي ازموینه واخیسته.
په دغي تحریري ازموینه کي، چي د مالیې وزارت په جومات کي واخیستل سوه، له (۵) ګروپونو څخه شاوخوا (۱۰۶۰) تنو ګډون کړی وو، چي د عبدالله ابن عباس له ګروپ څخه (۲۲۰) تنو، د عبدالله ابن عمر له ګروپ څخه (۲۱۰) تنو، د عبدالله ابن مسعود له ګروپ څخه (۲۴۰) تنو، د عبدالله ابن زبیر له ګروپ څخه (۱۹۰) تنو او د حضرت معاويه له ګروپ څخه (۲۰۰) تنو حضور درلود.
د ازمویني موخه د اوامرو اطاعت، ديني چارو ته د کارکوونکو هڅول او د الهي قوانینو پلي کول ول؛ ترڅو په فکري او عقیدتي بډايني سره د پردیو د کلتوري يرغل مخه ونيول سي.
د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو، چي د ازمویني له بهير څخه ئې څارنه کوله، له کارکوونکو څخه ئې د جماعت، عقیدتي او ديني درسونو ته د حاضرېدو او له اسلامي شريعت سره سم د خپل سیرت او صورت جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د آزمویني پايلي به له کوچني اختر وروسته اعلان او هغو کسانو ته به ډالۍ هم په پام کي ونیسي، چي لوړي نمرې ئې ترلاسه کړي وي.
د یادوني وړ ده، چي نن پنجشنبه د مالیې وزارت له خدماتي کارکوونکو څخه هم، چي په پورتنیو (۵) ګروپونو وېشل سوي ول، د لمانځه په تړاو تقریري ازموینه واخیستل سوه.