د مالیې وزارت اداري مرستیال د افغانستان لپاره د المان فدرال جمهوریت له سفیر سره وکتل
.د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ د لیندۍ میاشتې په ۱۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د المان فدرال جمهوریت له سفیر ښاغلي پیتر پروګل سره وکتل
په دې کتنه کې د مالیې وزارت اداري مرستیال له افغانستان سره د یاد هیواد له مرستو څخه د مننې تر څنګ له نوموړي سره یې د افغانستان د مصؤنو سندونو د چاپ پروژې په لومړي فاز چې د المان هیواد په تخنیکي مرسته پای ته رسیدلې او په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي هر اړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د المان سفیر د افغانستان د مصؤنو سندونو د چاپ پروژې د کار له پرمختګ څخه خوښي وښوده او له افغانستان سره یې په بېلابیلو برخو کې د خپل هیواد مرستو د دوام ډاډ یې وکړ.
