د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې په جوړونه کې د بلخ ولایت له خلکو سره مشورتي ناسته

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۱:۴۸
خبر

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې په جوړونه کې د بلخ ولایت له خلکو سره مشورتي ناسته د لړم میاشتې په اوولسمه نېټه د بلخ ولایت په کفایت تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت د مالي معینیت سلاکار ښاغلي فضل وهاب ممتاز او ورسره پلاوي د بلخ ولایت د والي مرستیال ښاغلي غلام فاروق خپلواک، د بلخ ولایت مستوفي ښاغلي احمد ضیا ضیا، د بلخ ولایت د ولایتي شورای استازې اغلې بي بي ثنا، د دې ولایت د سکټوري چارو رئیس ښاغلي فرهنګ فرهنګ، د ولسوالیو شوراګانو استازو، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او یو شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.

د بلخ ولایت مستوفي ښاغلی احمد ضیا ضیا، په پرانیستې وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د مالیې وزارت او په ځانګړي توګه د حکومت لومړیتوب د متوازنې پراختیا رامنځته کول دي او دغې چارې ته ژمن دی. د بودیجې جوړونې په برخه کې له خلکو سره مشوره د سیمې په کچه یو بې ساري چاره ده، که څه هم موږ په لومړنیو پړاوونو کې یو خو ارزښت یې خورا زیات دی. موږ د هیواد پراختیا او د لومړیتوب لرونکو پروژو پلي کولو په برخه کې خلکو ته لاس ورکړی او دوی یې باید په څارنه او ښه پلي کېدو کې خپله هیوادنۍ مینه ادا کړي او د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي.

د بلخ ولایت د والي مرستیال ښاغلی غلام فاروغ خپلواک، د مالیې وزارت استازي او راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ولایتونو په کچه له ولسونوسره مشوره د ارزښت وړ ده او خلک د داسې یوې چارې غوښتونکي دي. د پروژو په برخه کې به موږ اړتیاوې لرلې خو سرچینه مو نه درلوده، اوس د مالیې وزارت دغه نوښت د ستایلو دی چې موږ ته یې یوه سرچینه په لاس راکړه. پخوا به د بودیجې په برخه کې محدودو کسانو پرېکړه کوله اوس خلک ډله ایزه پرېکړه کوي او د ولایتونو په کچه د ولسمشر د هدایت په پام کې نیولو خلک حکومت ته نږدې کوي او په پلي کولو سره یې بریا ترلاسه او ستونزې مو حلېږي. دا پروسه ۳ کاله وړاندي پیل شوی او له نېکمرغه ښې پایلې یې لري دي او هیله مو دا ده چې تر دې لا نوره هم رڼه او ټولو ته د منلو وړ شي. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې موږ لومړني ګامونه پورته کړي او موخه مو له خلکو سره په ګډه متوازنه پراختیا رامنځته کول دي.

هغه له خلکو هیله وکړه چې پروژې د ځان لپاره نه بلکي د هیواد لپاره یې اړینې وبولي او ښه څارنه یې وکړي. له خلکو سره مو ژمنه دا ده چې په ټولو ولسوالیو کې یو شان پروژې پلي کړو او د فساد د رامنځته کېدو په صورت کې دي له موږ سره اړیکه ونیسي

د مالیې وزارت د مالي معینیت ستر سلاکار او د مالیې وزارت د عامه او امنیتي سکټور واحد مسؤل فضل وهاب ممتاز، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له خلکو سره د حکومت د مشورې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل،چې موږ د ولسمشر له هدایت سه سم په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو ستونزې له نږدې اورو او لومړیتوب لرونکي ملي پروژې یې د ملي بودیجې په سند کې شاملوو. که څه هم ۱۱۷،۶ میلیونه افغانۍ د بلخ لپاره کمې دي، خو د کرونا خپرېدو له کبله باید په دې قناعت وکړو. دا پیسې له ملي بودیجې بهر د خلکو د لومړنیو اړتیا وړ پروژو لپاره ځآنګړي کېږي. هغه زیاته کړه چې موږ ستاسو اړتیاوې له نږدې ګورو او عمل پرې کوو او د ملي بودیجې په سند کې یې زیاتوو.

د بلخ ولایت د ولایتي شورای غړې بي بي ثنا، د موضوع په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل، دا چې بلخ ولایت ته له ملي بودیجې بهر ځانګړې پام لرنه شوي، د خوښۍ ځای دی، زموږ ولسونه باید د پروژو په پلي کولو کې اخلاص وکړي او له نږدې د پروژو څارنه وکړي او په چارو کې یې هیڅ چاته د لاس وهلو اجازه ورنه کړي.

د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو په استازیتوب ښاغلي سید مصطفی اغا خبرې وکړې او د مالیې وزارت او حکومت دغه اقدام یې د قدر وړ وباله. هغه زیاته کړه چې موږ غواړو زموږد ولسوالیو پروژو ته ځانګړې پاملرنه وشي، موږ به له ولسونو سره په ګډه له دې پروژو څارنه کوو او پلي کولو ته یې هر راز مرستې ته چمتو یو.

د بلخ ولایت د سکټوري چارو رئیس ښاغلی فرهنګ فرهنګ، د مالیې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشر د هدایت له مخي دي په ولایتونو کې متوازنه پراختیا ښه پلي شي او ترڅنګ یې غواړو چې ملي بودیجه د پروګرام پر بنسټ جوړه شي. د پروژو پلي کولو په وخت کې دي د تدارکاتو پروسه را لنډه شي چې پروژې په وخت پلي شي، ځکه په دې سره پروژې ځنډېږي اختصاصي بودیجه ناوخته رسېږي او د پروژو پلي کول ټکني کېږي. هغه وویل، د بودیجې جوړونې بهیر دي لا نور هم اسانه شي او شفاف شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بودیجوي کودونو د کارکوونکو وړتیا دي لوړه شي او ځانګړې پاملرنه دي ورته وشي، زموږ ټولې پروژې له ولسوالیو څخه د خلکو له خوا جوړې شوي او په دې کې څوارلس پروژې اړینې دي، چې هیله ده د مالیې وزارت له لوري زیاته پاملرنه ورته وشي

خبر

د پروګرام په پای کې د مالیې وزارت د بودیجې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ګډونوالو ته معلوماتي پريزینټېشن وړاندي او د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۱
Background image

سمینار تحت عنوان" تطبیق قانون امربالمعروف " برای کارمندان ریاست خدمات دایر گردید

۲۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

ریاست دعوت و ارشاد وزارت مالیه سیمینار را تحت عنون "تطبیق قانون امربالمعروف " برای کارمندان ریاست خدمات در مسجد این وزارت دایر نمود.
 در این سمینار مولوی عبدالهادی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

یک مقدار مواد خوراکی تاریخ تیر شده در گمرک سرحدی اسلام قلعه حریق گردید!

۲۲عقرب ۱۴۰۴هـ.ش
به مقدار (۲۱.۴) تُن مواد خوراکی تاریخ تیر شده در گمرک سرحدی اسلام قلعه ولایت هرات، با هماهنگی ادارات ولایتی، که در هنگرهای گمرک متذکره موجود بود، با حضور داشت نمایندگان. . .

بازگشت به صفحه خبر