د مالیې وزارت سرپرست د المان هیواد د سفارت له شارژدافیر سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان لپاره د المان هیواد سفارت له شارژ دافیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د جینوا له کنفرانس وروسته د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزه همکارۍ، د افغانستان بیارغونې له وجهي صندوق سره د المان هیواد د مرستو په شرایطو، په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراختیایي همکاریو په ناستو، د افغانستان د خوندي سندونو مطبعې د دویم فاز د شته ستونزو په هواري، د ښورابک بند پروژې پرمخ کې د پرتو ستونزو په حل، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو په لا ټینګښت او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
