د تورغنډۍ سرحدي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل سو
د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخي د تورغنډۍ سرحدي ګمرک یو شمېر نویو ګمارل سوو کارکوونکو ته (۱۵)ورځنی روزنیز ورکشاپ په یاد ګمرک کي پیل سو.
په دې روزنیز ورکشاپ کي به کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون په عمومي احکامو، تعرفې، قیمت ګذارۍ، ټرانزیټ، ګمرکي ارزښت ټاکني، ګمرکي سرغړونو، د تلاشۍ او پلټني مهارتونو او نورو ګمرکي مسایلو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل سي.
د یادونې وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ ښوونکو تر دې وړاندي د کندهار، فراه او نیمروز ګمرکونو نویو ګمارل سوو کارکونکو ته د وړتیا لوړولو په موخه هم ورته ورکشاپونه جوړ کړي او په پاته نورو ګمرکونو کي به هم جوړ سي.
