د کندهار په ګمرک کي د يو اندازه تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنيوی وسو
د کندهار ولایت د ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ځیرکو کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کي د (۱۰) کيلو ګرامه تاريخي پاڼو او(۵۲) کيلو ګرامه قيمتي خاوري له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یاد قاچاقي توکي په ډېر مهارت سره په یوه صادراتي محموله کي ځای پر ځای سوي ول او قاچاق کوونکو غوښتل، چي پټه ئې پاکستان هیواد ته ولېږدوي.
په دې تړاو دوه تورن کسان نیول سوي او د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل سوي دي.