د هیواد په ۱۲ ګمرکونو کي د څه کم (اته) میلیارډه افغانیو په ارزښت د ۲۴ پایو سکېنرونو د نصب قرارداد لاسلیک سو!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۶:۰
..........


د هیواد په (۱۲) ګمرکونو کي د (۲۴) لویو پایو عصري سکېنرونو او د هوایي کارګو له پاره د (۳۳) کوچنیو سکېنرونو د نصب مهمي پروژې قرارداد، د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور او د زبیر مصور خصوصي سوداګریز شرکت د مسئول له لوري د عامه او خصوصي مشارکت له اصولو سره سم لاسلیک سو.
د دغي مهمي پروژې د قرارداد لاسلیک کولو په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د مالیې وزارت د مالي او پالیسي چارو معینانو، د چارو ادارې لوی رئیس او د زبیر مصور خصوصي سوداګریز شرکت مسؤلینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د هیواد په ګمرکونو کي د (۲۴) لویو پایو عصري سکېنرونو د نصب پروژه په ملي کچه یو ستر پرمختګ یاد کړ او دا ئې د سوداګرو او پانګوالو له پاره د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو او د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کي یو مهم ګام وباله.
ښاغلي زبیر همداراز زیاته کړه، چي د مالیې وزارت سیسټمونه په ځانګړي ډول د ګمرکي چارو اړوند اسیکوډا سیسټم د سیمي په کچه یو بې ساری پرمختللی سیسټم دئ، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د وزارت اړوند سیسټمونه لا ډېر مجهز او په پرمختللو امکاناتو سمبال سوي دي او مالیې وزارت به د سیسټم جوړوني په برخه کي خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د زبیر مصور خصوصي سوداګریز شرکت رئیس نجم الدین سیاس وویل، چي د هیواد په ګمرکونو کي د سکېنرونو د نصبولو پروژه د افغانستان په تاریخ کي یوه له هغو سترو ملي پروژو څخه ده، چي په لومړي ځل د خصوصي سکټور په مټ تطبیق کېږي؛ نوموړي له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چي دوی ته ئې په پوره روڼتیا د دغه ستري پروژې د تطبیق زمینه برابره کړې ده.
دغه ستره پروژه به د هیواد په (۱۲) ګمرکونو؛ تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، آقینې، ابو نصرـ فراهي او شېر خان بندر کي پلې سي، چي په هر ګمرک کي به دوه سکېنرونه، یو د وارداتو او بل د صادراتو له پاره نصب سي. سربېره پر دې به په یادو ګمرکونو کي د اړینو تأسیساتو د رغوني چاري هم ترسره سي.
د دغي پروژې ټولیز ارزښت (۷،۹) میلیارډه افغانۍ دئ، چي رغنیزي چاري به ئې په دوو کلونو کي بشپړي سي او (۲۰۰۰) کسانو ته به پکښې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارکولو زمینه هم برابره سي.
د دې پروژې په پلي کېدلو سره به په ګمرکي عوایدو کي د پام وړ زیاتوالی راسي او ورسره به سوداګرو او پانګوالو ته په اړوندو چارو کي لا ډېره روڼتیا، چټکتیا، امنیتي خوندیتوب او د پام وړ اسانتیاوي رامنځته سي.

 

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۳۰
Background image

سفر رسمی رئیس عمومی املاک امارتی به ولایات هرات، نیمروز و فراه

۱۷اسد ۱۴۰۵هـ.ش

رئیس عمومی املاک امارتی وزارت مالیه الحاج حافظ عبدالقدیر حقانی در رأس یک هیئت مسلکی به ولایات هرات، نیمروز و فراه سفر رسمی نمود.
نامبرده در جریان این سفر با هر سه مستوفی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۵۳
Background image

معین جدید عواید و گمرکات وزارت مالیه معرفی گردید

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
حاجی نعمت الله حسن که  به اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) به حیث معین جدید عواید و گمرکات وزارت مالیه تقرر یافته بود امروز رسماً طی مراسمی به مسئولین و. . .

بازگشت به صفحه خبر