د افغانستان پر اقتصاد د امنیت آغېزې
استاد عبدالجبار وحدت
دا چي امنیت د ولس ستره هیله، ارمان او الهي نعمت دئ، د ولس هره طبقه ( عالم ، مامور سوداګر، استاد، زده کړیال، ډاکټر، هټیوال.... بالآخره عام وګړي( د ژوند کولو لپاره امنیت ته اشده اړتیا لري. یاد فکټور په اقتصادي لحاظ زموږ هیواد د ثبات او ټيکاو خوا ته بیایي، بالآخره د خود کفایي او د ژوند سطحي د لوړوالي سبب ګرځي او همدا شان د ګمرک ، اقتصادي انحصار مخنیوي، زراعت، برېښنا، زیربنایي پروژو، د اوبو بندونو، انرژۍ، ټرانسپورټ، قاچاق او اداري فساد د مخنیوي په برخو کي رغنده او آغېزناک رول لوبولی سي.
اصلاً په هیواد کي د اقتصادي ودي لپاره تر ټولو مهم ترینه موضوع او اړتیا هر اړخیز امنیت دئ. موږ که د ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې ، د کانونو د آغېزناک استخراج ، د مسلکي او تخصصي بشري قوې روزل، د پانګوني، د تادیاتو بیلانس، صادرات، واردات، مالي او پولي سیاستونه، اقتصادي نوسانات، د قیمتونو کنټرول، د انفلاسیون او دیفلاسیون رامنځته کېدل، د پانګي فرار، د استخدام د سطحي لوړوالی، د ژوند د سطحي لوړوالی، زیربناوي ، اقتصادي وده ، اقتصادي پرمختیا او دې ته ورته مسائل مطرح کوو، د دې ټولو چارو لپاره لومړنی او اهم ضرورت امنیت دئ.
د نړۍ په کچه هر هغه هیوادونه، چي په جګړه ییز حالت کي دي، هلته بیکاري، اقتصادي نوسانات، اقتصادي بې ثباتي، انفلاسیون، ډیفلاسیون او د تادیاتو د بیلانس کسر، د بودیجې کسر او بالآخره د ژوند سطحه نهایت ټیټه وي، هغه ولسونه د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري، لومړني روغتیايي ضرورتونه ئې حتی نه دي پوره سوي، سړي سر عاید ئې نهایت ټیټ وي، اقتصادي وده ئې بېخي په راکد حالت کي وي، د ژوند مطلوب حالت ته رسېدل ورته خیال او خوب ښکاري، بالآخره په مالي بنسټونو کي اداري فساد خپل د اوج نقطې ته رسېدلی وي، قاچاق په اسانۍ سره صورت نیولای سي ، مالیاتي فرار په لوړه کچه موجود وي. دا ځکه چي په جګړه ییز حالت کي د دې برخو کنټرول خورا سخته چاره ده. موږ هیله لرو چي د امارت په حاکمیت او د بشپړ امنیت په شتون کي به تر هر څه مخکي بنسټیزي پروژې رغېږي، بندونه به جوړېږي ، چي په دې چاري سره د وارداتي برېښنا او کرهڼیزو محصولاتو په برخه کي د ګاونډیو هیوادونو له اقتصادي وابستګي څخه خلاصون ومومو او په یادو برخو کي مصرفېدونکي پیسې به د افغانستان په داخل کي جریان پیداکوي.
له ظرفیتونو او منابعو څخه درسته استفاده صورت نیسي، چي په دې سره سړي سر عاید او ملي عاید لوړېږي،
زموږ د هیواد (GDP) زیاتېږي، چي دا خپله هیواد د ټیکاو لوري ته بیایي. د اقتصادي استقلال سره زموږ سیاسي استقلال مستقیما تامینېږي، بله مهمه خبره، چي د امنیت په تامین سره نظامي لګښتونه بېخي کموالی مومي او دا د داخلي کرنسۍ په ټیکاو کي ئې نهایت مهم فکتور بللی سو، مواصلاتي وسایل / د موبایل شبکې په اسانۍ سره د ګران افغانستان ټولي ساحې تر خپل پوښښ لاندي راوستلی سي او له دې سره جوخت په هره ساحه کي خپل مراکز جوړولی سي، چي الکترونیکي سوداګري هم د هيواد له هر ګوټ څخه ممکنېدای سي. د امنیت په تامین سره قیمتونه ثبات پیداکوي او د قیمتونو مطلوبي کچي ته رسېدل خورا اسانېدای سي، د نرخ نامو تطبیق هم تر بل هر وخته زیات ممکنېدای سي، همدارنګه د امنیت په تامین سره د تادیاتو بیلانس مثبت لوري ته میلان پیدا کوي، دا ځکه چي تجاران پانګوني کوي او په دې کار سره بهر ته صادرات زیاتېږي، چي دا په خپله د نړیوالو سوداګرو پاملرنه دې هیواد ته زیاتوي او د تجارت بیلانس مو هم مثبت لوري ته بیایي. په ګمرکونو کي روڼتیا رامنځته کېږي، له ټولو مالي او اداري چارو څخه په هره ساحه کي تفتیش ممکنېږي، د زارعت په برخه کي پرمختللې ټکنالوژي راواردېږي او یاده برخه مو لا پیاوړې کېږي، اقتصادي انحصار ختمېږي، د بیکارۍ سلنه راکمېږي، ملي دسترخوان ته ورته غیر مفیده او موثره پروژې به له لیست څخه حذفيږي، پانګونه به د تولیدي او ظرفیتي اهدافو لپاره کېږي، اسلامي بانکوالي به رشد او وده وکړي، دا او دې ته ورته په زرګونو اقتصادي ګټي او آغېزې لرلی سي.
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق