د مرکزي زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ سو!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۱۶
..............

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د مرکزي زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته د «مدیریت د اساساتو» تر سرلیک لاندي پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چې په همدې تړاو د دغه وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبدالهادي سيف الخالد او د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد نادر همايون ګډون درلود.
د روزني او ظرفیت لوړوني آمر د دغه پرورګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي د روزني او ظرفیت لوړوني آمریت د نويو ګومارل سويو کارکوونکو د ظرفيت لوړوني لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي، چي دغه پروګرام يو له هغو دئ. په دې پروګرام کي به تجربه لرونکي ښوونکي تاسي ته تدریس وکړي، تاسي باید پر ټاکلي وخت خپلو درسونو ته حاضر سئ او په جدي توګه زده‌کړه ورڅخه وکړئ.
اداري معین د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل، چي ستاسي سروکار له خلکو سره دئ؛ نو د دې له پاره، چي په خپلو ادارو کي د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړئ، خپلي مسلکي پوهي باید لوړي کړئ، ستاسي د مهارتونو د لوړولو له پاره دغه پروګرام چمتو سوی دئ؛ نو ګټه ور څخه پورته او څه چي زده کوئ تر نورو ئې هم ورسوئ.
د دعوت او ارشاد رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه ظرفیت لوړونه د بیت المال په پیسو ترسره کېږي؛ نو له دغه پروګرام څخه پوره ګټه پورته کړئ، ترڅو له بیت المال سره خیانت ونه سي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چي د خپل ظرفیت د لوړولو په موخه له دغه پروګرام څخه د استفادې ترڅنګ د اسلامي امارت د زعیم هغه فرمان، چي د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم د خپل صورت او سیرت عیارول دي هم پلی کړي..
د یادوني وړ ده، چي یاد پروګرام به یوه اوونۍ وغځېږي او په هغه کي به ګډونوالو ته د پلان ګذارۍ، سازماندهۍ، رهبرۍ، کنټرول، تصمیم نیونو او کارکوونکو او مراجعینو سره د چلند په تړاو  تدریس ورکړل سي.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۲
Background image

نشست آنلاین با مسئولین گمرکات برگزار گردید

اول میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

نشست آنلاین با مسئولین گمرکات کشور به رهبری وزیر مالیه حاجی ملا محمد ناصر آخند و اشتراک الحاج ملا نعمت‌الله حسن معین عواید و گمرکات، الحاج مولوی محمد حامد احمد رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

دوازدهمین نشست رهبری ریاست عمومی عواید برگزار گردید

۲۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

دوازدهمین نشست رهبری ریاست عمومی عواید سال (۱۴۰۵) هـ.ش به ریاست الحاج مولوی سفرمحمد سحر رئیس عمومی عواید وزارت مالیه، با اشتراک معاون تخنیکی عواید، رؤسا و آمرین، در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

کار نصب سیستم برق آفتابی در گمرک آی‌خانم ولایت تخار آغاز گردید

۲۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کار نصب سیستم برق آفتابی به ارزش حدود (۴.۸) میلیون افغانی در گمرک آی‌خانم ولایت تخار از سوی ریاست عمومی گمرکات وزارت مالیه آغاز گردید.
قبل از این برای تأمین نیازهای. . .

بازگشت به صفحه خبر