د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نویو کانسيپټ نوټونو د پېژندني په موخه ورکشاپ جوړ سو!

سه شنبه د چنګاښ ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د (۱۴۰۵هـ.ل) کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نويو کانسيپټ نوټونو (لومړنیو طرحو) د پېژندني په موخه د عامه پانګوني پروسې ورکشاپ د پالیسۍ معینیت د کنفرانسونو په تالار کي د عامه پانګوني ریاست او د بودیجوي واحدونو د استازو په ګډون ترسره سو.
په دې غونډه کي د پروژو د کانسيپټ نوټونو پر ستونزو، د پروژو تر پلي کولو پوري د طرحي جوړوني پر لړۍ، د پراختیایي پروژو پر کټګورۍ، د یوې پړاویزي او درې پړاویزو پروژو پر تحلیل او ارزوني، د پروژو د ارزوني پر معیارونو، د پروژو د ارزوني پر طریقه، د پروژو د ارزوني کمېټې او د هغوی د دندو په تړاو معلومات د پریزنټېشن له لاري ګډونوالو ته وړاندي او پوښتنو ته ئې ځوابونه وویل سول.
پرېکړه وسوه، چي د (۳/۱۲/۱۴۴۶) نېټې د (۲۰ص-۲۳) متحد المال پر بنسټ، د بودیجوي واحدونو مسئولینو ته دنده وسپارل سوه، چي د (مرغومي تر ۱۵مي) پوري د خپلو پراختیایي پروژو کانسيپټ نوټونه بشپړ او د مالیې وزارت ته ئې واستوي.