د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول
د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په اړوندو چارو کي د مجربو ښوونکو له لوري مسلکي روزنيز پروګرامونه پیل کړل.
په دغو روزنيز پروګرامونو کي، چي یوه میاشت به وغځېږي، لسګونو کارکوونکو ته به په مالیاتي او ګمرکي چارو د ښه او مسلکي پوهېدو په موخه نظري او عملي روزنه ورکړل سي، چي ورسره به په اړوندو اداري چارو کي مثبت بدلون رامنځته او خلکو ته به پر وخت خدمتونه وړاندي سي.
