د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت څلورمه ناسته وشوه
د غویي ۲۹مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت د درېیمي غونډې د پرېکړو د تحقق راپور وړاندي شو او ورپسې د (۱۴۰۵) مالي کال د لومړۍ ربعي د عوایدو د تحلیل او پرمختګ او دغه راز، د څو اړینو موضوعاتو په اړه تحلیلي راپورونه وړاندې شول.
په دغه ناسته کې مالیه ورکوونکو او مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او د مالیه ورکوونکو د ستونزو د حل په موخه د مالیه ورکوونکو ځینې مهمې ستونزې له رهبرۍ سره شریکې شوې، چې په اړه به يې تر ارزونې وروسته لازمې پرېکړې وشي.
هېره دي نه وي، چې د عوایدو لوی ریاست رهبري، د یاد ریاست اړوند د ستونزو او کاري خنډونو د پېژندنې او حل په موخه ناستي ترسره کوي.
