د مالیې وزارت سرپرست د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ لپاره د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس سره د پېژندنې ناسته وکړه

admin_mof
Wed, Jun 02 2021 2:45 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ لپاره د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس یوګین ژوکوف، سره د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه او د پېژندنې ناسته وکړه.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک رئیس نریندرا سنګرو، هم ګډون کړی وو، په پیل کې د ماليې وزارت سرپرست نوموړي ته د ورسپارل شوې مسؤلیت مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریالیتوب غوښتونکی شو.

خبر

همدا شان دواړو لوریو د زېربنا، انرژۍ، او ټرانسپورټ سکټورونو په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک له لوري د تمویلوونکو پروژو، د یادو پروژو د کاري بهیر چټکېدو لپاره د افغانستان د ملاتړ، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له پروژو څخه د دې بانک د ملاتړ اعلانولو، د مالیې وزارت او یاد بانک ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په ډېرېدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS