د مالیې وزارت سرپرست او د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال د خبرو اصلي محور د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه وه

admin_mof
Sat, Sep 14 2019 11:42 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د سفر په مهال د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال ښاغلي هارتویګ شیفر، سره د اړینو زېربنایي پروژو په پلي کېدو، د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ په تولید، سیمه ایزې نښلونې سره د نړیوال بانک په ملاتړ، د زېربنایي پروژو په پلي کولو کې د خصوصي سکټور په پانګونه او د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ د تولید او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې او په دې برخو کې د نړیوال بانک د همکاریو او ملاتړ غوښتونکی شو.

د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال، افغانستان ته د یادو برخو د ملاتړ او همکاریو ډاډ ورکړ.

همدا شان دواړو لوریو پرېکړه وکړه، څو د اړینو زېربنایي پروژو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید موضوع د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق په را روانو ناستو کې چې ټاکل شوې ده، راتلونکی اوکتوبر په واشنګټن ډي سي، کې تر سره شي، تر غور لاندې ونیول شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS