د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانیستې ده او فعالیتونه یې په عادي ډول روان دي

Anonymous (not verified)
Thu, Oct 10 2019 11:17 AM
خبر

د افغانستان حکومت د تورخم دروازه د صادراتو او وارداتو او همدارنګه د مسافرینو د تګ راتګ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستي او د دې اړینې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې لپاره ژمن دی.

د افغانستان حکومت د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته فعالیتونو لپاره د بشپړو مالي، تخنیکي او انساني سرچینو وړتیا لري او د صادراتي او وارداتي توکو د طی مراحلو لپاره د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې یې چمتو کړي دي

همدا شان یې د صادراتي او وارداتي توکو د طی مراحلو چاري په عادی توګه روانې دي او په یاده دروازه کې د ۲۴ ساعته توکو طی مراحلو په برخه کې هیڅ ډول غیرقانوني ځنډ شتون نه لري.

د تورخم او ننګرهار ګمرک په دروازه کې د محمولو ګڼه ګوڼه د یو شمېر واردوونکو له خوا د توکو د نه اظهارولو چې د ګمرکونو قانون، طرزالعمل او تعرفوي کودونو سره سم د توکو سل فیصده  تشریح د قانوني طی مراحلو او د نافذه قوانینو د پلي کېدو لپاره جوړه شوې ده.

د افغانستان مالیې وزارت په اړوندو ادارو کې د توکو چټک طی مراحلو لپاره اړینې ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي دي او له ټولو محترمو سوداګرو څخه غواړې، چې له نافذه قوانینو څخه اطاعت وکړي او خپل سوداګریز توکې د نافذه قوانینو، طرزالعملونو او تعرفوي کودونو سره سم طی مراحل کړي، له دې پرته به یې هر ډول مسؤلیت پر خپله غاړه وي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS