مالیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

admin_mof
Wed, Oct 16 2019 11:46 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي اویزوف خواجه سفر ګیدیچ، سره په مالیه وزارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو له ترکمنستان سره د لاسلیک شویو پروژو د روان بهیر په پرمختګ، لکه اوسپنې پټلۍ، برېښنا انرژۍ او سیمه ایزې نښلونې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. همدا شان دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي کمېسیون ترسره کېدو لپاره د مناسب وخت په ټاکل کېدو هم خبرې وکړې.

خبر

د ترکمنستان سفیر ډاډ ورکړ، چې هیواد یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لاسلیک شویو پروژو د کاري بهیر چټکېدو ته ژمن دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS