د مالیې وزارت سرپرست: د اسیایی پراختیا بانک څخه غواړو چې د سېمه ایزې نښلونې په پروژو کې له افغانستان سره مرسته وکړي

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 19 2019 12:48 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د مدیره پلاوي په کلنۍ غونډو کې د ګډون په موخه د امریکا متحده ایالاتو واشنګټن ډي سي ښار ته په سفر تللی، د یادو غونډو په حاشیه کې یې د اسیایی پراختیا بانک له رئیس ښاغلي تاکهیکو ناکوو سره وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست له لومړي سره له اداري فساد سره د جدي مبارزې په اړه د افغانستان حکومت د نوی ستراتیژۍ، د افغانستان اقتصادي او مالي وروستیو پرمختګونو، د پیسو نړیوال صندوق سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د شپږو پړاونو بریالۍ ارزونې د پای ته رسیدو، د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې استراتیژۍ، سېمه ایزه نښلونه او په دې اړه د افغانستان حکومت د پلانونو، په بریا سره د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کیدو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د اسیایې بانک له رئیس څخه غوښتنه وکړه چې د سېمه ایزې نښلونې په پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې موږ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په امر کې جدي یو او د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د ترتیب موخه دا ده چې اداري فساد ریښې له منځه یوسي.

د اسیایې پراختیا بانک رئیس د مالیې وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه تر څو په راتلوونکی کال کې د اسیایې پراختیا صندوق (ADF) په ناسته کې ګډون وکړي چې په دې ناسته کې به له افغانستان سره د اسیایې پراختیا بانک په راتلوونکو مرستو خبرې وشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS