د مالیې وزارت سرپرست د همکارۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د المان فدرال د دولت وزارت له مرستیال سره د علاقې وړ په اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
Sun, Oct 20 2019 3:11 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د همکارۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د المان فدرال د دولت وزارت له مرستیال ښاغلي مارټین جیګر، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان حکومت د مالي او اقتصادي پرمختګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراختیایي همکاریو موافقتنامې په لاسلیک، په ملکي برخه کې د افغانستان د تمویلوونکو په ناسته چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شي، د افغانستان لپاره د المان په مرستو، د مالي او بودیجوي اصلاحاتو په پلي کولو، د ټاکنو په بریالي ترسره کېدو، سولې بهیر او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، نوموړی په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراختیایي همکاریو موافقتلیک لاسلیکولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS