افغانستان او استرالیا په راتلونکې یوې لسیزې (۲۰۲۰-۲۰۳۰) کې د خپلو اړیکو او لیدلوري باندې خبرې وکړی

admin_mof
Sun, Nov 10 2019 9:56 AM
خبر

پروفیسور محمد همایون قیومی، د مالیې وزارت سرپرست او په زیر بنا په چارو کې د ولسمشری ماڼی ستر سلاکار، په استرالیا هیواد کې د تروریزم د مالي تمویل سره د مبارزې کانفرانس په څنډه کې ددې هیواد د بهرنیو، او داخلې او سوداګری وزیرانو سره وکتل. په دغه کتنوکې یې د دې هیواد د بهرنیو چارو او سوداګری له وزیرې آغلې ماریس پین سره د افغانستان او استرالیا هیواد د راتلونکې یوې لسیزې (۲۰۲۰-۲۰۳۰) اړیکو او لیدلور باندې خبرې وکړی. همدا رنګه آغلی پین ته ېې د افغانستان د اوسني اقتصادي، سیاسي، او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. دواړو خواوو د افغانستان، هند، او استرالیا هیوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګری د پراختیا په هکله هم خبرې وکړې. آغلې پین افغانستان ته د خپل راتلوونکي سفر په هلکه قیومی صاحب ته معلومات ورکړل. دې ډاډ ورکړو چې استرالیا به د افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او تعهداتو په چوکاټ کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

خبر

 د استرالیا هیواد د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي پیټر دتن سره په ولیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د اوسنی جګړې، تروریزم سره د مبارزې، او د تروریزم د مالي تمویل د ختمولو په هلکه په تفصیل سره بحث وکړو. له ده څخه یې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب ددوی د مرستو اوزمونږ سره یو ځای در تررویزم سره د مبارزې په لاره کې د قربانیو مننه وکړه. ده هم ډاډ ورکړو چې د افغانستان سره خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي. پردې سربیره یې ښاغلي دتن ته د افغانستان حکومت د منطقوي وصل او د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ د پروژو برنامو په هکله هم معلومات ورکړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS