د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنار په چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۲۱ مه نېټه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي هنري کرالي، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
د ناستې په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست، د نړیوال بانک له مرستو مننه وکړه او نوموړي ته یې د اسیا پراختیایي صندوق په ناستو کې د ګډون په اړه چې په مانیلا کې ترسره شوې او همدارنګه د تروریزم له مالي ملاتړ سره د مبارزې په ناسته کې د ګډون په موخه چې په اسټرالیا کې ترسره شوې معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ته وویل، چې ډېر ژر به د منځنۍ اسیا اقتصادي همکاریو (کریک) ناسته د ازبکستان کې ترسره شي او افغانستان به دې ناستو ته زېربنایي او پراختیایي پروژې، چې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا او نښلېدو سبب ګرځي، وړاندي کړي.
همداشان په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقراء پروژې په پرمختګ او په ټاکلې موده کې یې په بشپړېدو، د ولسي تړون ملي پروګرام په ستونزو او پرمختګونو او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د ولسي تړون په پروګرام کې شته ستونزو د حل لپاره به، موضوع له اړوندو ادارو سره تعقیب کړي.
