د زېربنا عالي شورای پنځمه تخنیکي ناسته وشوه

admin_mof
Wed, Nov 27 2019 9:59 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د لېندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د زېربنا عالي شورای پنځمه تخنیکي ناسته په مالیې وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې د کاماز استوګنیز او سوداګریز ښارګوټې د پروژې په طرحه، د دې پروژې په معرفي، موخو، مالي تحلیل او د مشارکت په انتخاب، د یادې پروژې د پلي کولو په موډل، د دې پروژې په اقتصادي او ټولنیزو اغیزو، د (کاماز) تصدۍ مرکز د باروړونکي تخنیکي ساحې په حقوقي ستونزو، د کاماز سوداګریزې او استوګنیزې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت په طرحه، د دې پروژې د پلي کولو لپاره د وړاندیز په موډل،
د افغانستان برېښنا پنځه کلن پلان په منظورۍ، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نویو پېرېدونکو لپاره د برېښنا برابرولو په موخه د برېښنا نویو پروژو پلي کولو په پلان، د برېښنا انرژۍ د ضایعاتو په کمېدو، د برېښنا رسولو کیفیت په ښه کېدو، له اصلي برېښنا سره د ټولو ولایتونو د مرکزونو په نښلولو، د برېښنا په برخه کې په ځان بسیاینه، د برېښنا وېشلو سیستم په ښه کېدو، د یوې واحدې برېښنایي شبکې په پراختیا، د برېښنا رسونې په خوندیتوب او د دې پروژې په لاره کې د پرتو خنډونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS