د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له نوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه

Anonymous (not verified)
Thu, Nov 28 2019 1:23 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لیندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له نوي سفیر ښاغلي وانګ یو، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له افغانستان سره د چین له مرستو مننه وکړه او د داوړو هیوادونو ترمنځ یې د تاریخي اړیکو یادونه وکړه. د چین سفیر په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت له پیلدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده، چې د خپلې کارې مودې په دوره کې به د دواړو هیوادونو اقتصادي، سوداګریزې، کلتوري او ټولنیزې اړیکې پراخې او ژورې کړي.

همدا شان دواړو لوریو د رېل کرښې له لارې د دواړو هیوادونو د صادراتو او وارداتو په زیاتېدو، د بدخشان واخان له لارې د نوري فایبر په لېږدېدو او نښلېدو، د عینک مسو کان پروژې په ستونزو، د چین له لوري د پراختیایي پروژو د ملاتړ او د هغو د مالیاتي ستونزو هواري په تړاو بحث او خبرې وکړې. د مالیې وزارت سرپرست، تخنیکي ډلو ته لارښوونه وکړه، څو په لنډه موده کې نافذه قوانینو ته په کتو مالیاتي ستونزې حل او هوارې کړي. 

خبر

د چین سفیر په کابل کې د تخنیکي او حرفوي روزنې ملي انسټیټیوټ جوړېدو او بشپړېدو یادونه وکړه و ویې ویل، چې هیواد یې چمتو دی دغه انسټیټیوټ ډېر ژر افغانستان ته وسپاري. د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له خپلواکې ادارې سره خبرې کوي، څو د دې مرکز تسلیمي د چین له هیواده د یوه لړ مراسمو په ترڅ کې واخلي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS