د مالیې وزارت نوماند وزیر: د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دي نور مالي امکانات چمتو شي

admin_mof
Thu, Apr 16 2020 5:15 PM
خبر

د مالیې وزارت د رهبرۍ ناسته نن د وري میاشتې په ۲۶ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ جوړه شوه.
د ناستې په پیل کې اړوندو مسؤلینو د ملي عوایدو راټولېدو، پراختیایي او عادي بودیجې د لګښت او مالیې وزارت نورو کاري پرمختګونو په تړاو معلومات وړاندي کړل همداشان د کرونا له ویروس سره د مبارزې او مالي امکاناتو په برابرولو هم خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.
د مالیې وزارت سرپرست، هغوی ته لارښوونه وکړه، چې د ملي عوایدو راټولېدو او پراختیایي او عادي بودیجې په لګښت کې دي زیاته هڅه وشي، نوموړي وویل، چې په عادي او پراختیایي بودیجه کې دي له نورو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ ځینې اضافي لګښتونه راکمې کړی شي څو د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې ولګول شي

خبر

د یادونې وړده، چې تر دې دمه ۵۷.۷۶ میلیارده ملي عواید راټول شوي دي، چې له دې ډلې ۱۹.۴۳ میلیارده له ګمرکونو، ۲۰.۰۲میلیارده له مالیاتو او ۱۸.۳۸میلیارده هم له غیرمالیاتي برخو څخه ترلاسه شوي او دا شان تر دې دمه ۱۳.۲٪ سلنه پراختیایي بودیجه او ۲۵.۴٪ عادي بودیجه په مصرف رسېدلې ده، چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۱.۵ سلنه جوړوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS