د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د امنیتي لیږد ګډې قومندانۍ (CSTC-A) سره د افغانستان دولتي ادارو او سیستکا څخه جوړه د څلور اړخیزې کمېټې په جوړولو خبرې وکړې

admin_mof
Thu, Apr 16 2020 7:17 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۲۷ مه نېته د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امنیتي لیږد ګډې قومندانۍ سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یو شمېر اقلامو په تمویل او د مالیې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او سیستکا څخه جوړه د څلور اړخیزې ګډې کمېټې د جوړیدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پیل کې د افغانستان لپاره د امنیتي لیږد ګډې قومندانۍ وویل چې موږ د افغانستان امنیتي ځواکونو تمویل ته ژمن یو او لا زیاتې همغږۍ او اړیکو لپاره د څلور اړخیزې کمېټې د جوړیدو غوښتونکي یو. سیستکا زیاته کړه چې یاده کمېټه به مرسته وکړي څو د افغانستان امنیتي ځواکونو د اقلامو په تمویل کې لا همغږۍ رامنځته شي، همداشان بارو لرو چې د غیر ضروري لګښتونو په برخه کې به څو اړخیزه همکارۍ دوام ومومي څو په راتلوونکي کې د افغانستان حکومت وکولی شي په تدریجي ډول د امنیتي ځواکونو تمویل مالکیت په غاړه واخلي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د سیستکا او نړیوالې ټولنې څخه مننه کو چې د افغانستان امنیتي ځواکونه تامینوي او د څلور اړخیزې کمېټې د جوړیدو په برخه کې یې خپله موافقه وښوده. د مالیې وزارت سرپرست د اصلاحاتو راوستلو له لارې د غیر ضروري لګښتونو په کمولو ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې مونږ وکولی شول د خوراکي توکو، نفتي موادو او مراقبت په برخو کې د اصلاحاتو په پلي کیدو سره غیر ضروري لګښتونه په ښه ډول را کم کړو چې له نیکمرغه د یادو لګښتونو کموالی د امنیتي ځواکونو په کاري کیفیت باندې منفي اغیزه نه ده کړې.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان حکومت رهبرۍ سره په همغږۍ اصلاحاتو ته به دوام ورکړو چې ور ور د اصلاحاتو پروسه په ټولو برخو کې زیاته شي.

خبر

همداشان دواړو خواو موافقه وکړه چې یاده کمېټه دې د افغانستان امنیتي ځواکونو د شمېر اقلامو تخنیکي او مالي تمویل په اړه بحث وکړي. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان لخوا تخنیکي ټیم همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان حکومت رهبرۍ په توافق سره سیستکا سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS