د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست: اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو سره د اریانا افغان شرکت ټول کارکوونکي دې خپلو دندو ته دوام ورکړي
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه د اريانا افغان هوایې شرکت له رئیس ښاغلي عالم شاه ابراهیمي سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د اریانا افغان هوایې شرکت رئیس د یاد شرکت د مالي وضعیت او اداري تشکیلاتو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په هیواد او نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره د اریانا افغان هوایې شرکت عواید د پام وړ را کم شوي دي او د دې شرکت په مالي وضعیت یې منفي اغیزه کړې. نوموړي وویل چې په نورو شرکتونو د اریانا افغان هوایې شرکت د پورونو مسئله هم عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوی ده. نوموړي زیاته کړه چې موږ د کابل پوهتنون انجینرۍ څانګې او د افغانستان امریکایې پوهتنون سره هوکړه کړې څو د دوی ممتازو محصلینو ته د اریانا افغان هوایې شرکت کې د کار زمنیه برابره کړو چې له دې سره به د یاد شرکت کدر هم جوړ شي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د اریانا افغان او باختر شرکتونه د افغانستان هویت دی، د نړیوال باور تر لاسه کولو لپاره دې په دې شرکتونو کې هر اړخیز اصلاحات راوستل شي. نوموړي زیاته چې یو نړیوال معتبر شرکت دې د اریانا افغان هوایې شرکت تخنیکي مطالعه وکړي څو یاد شرکت په نړیوالو معیارونو برابر شي.
ښاغلي ارغندیوال وویل چې اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو سره د اریانا افغان هوايې شرکت ټول کارکوونکي دې خپلو دندو ته دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د دې شرکت مالي وضعیت ته په کتو سره باید لګښتونه را کم شي او د اریانا افغان هوایې شرکت رئیس ته یې هدایت ورکړ څو د یاد شرکت پورونه راټول او اړتیا ته کتو سره دې په اداري تشکیلاتو کې اصلاحات را منځته شي.
