د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست: اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو سره د اریانا افغان شرکت ټول کارکوونکي دې خپلو دندو ته دوام ورکړي

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۴:۴۹
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه د اريانا افغان هوایې شرکت له رئیس ښاغلي عالم شاه ابراهیمي سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د اریانا افغان هوایې شرکت رئیس د یاد شرکت د مالي وضعیت او اداري تشکیلاتو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په هیواد او نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره د اریانا افغان هوایې شرکت عواید د پام وړ را کم شوي دي او د دې شرکت په مالي وضعیت یې منفي اغیزه کړې. نوموړي وویل چې په نورو شرکتونو د اریانا افغان هوایې شرکت د پورونو مسئله هم عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوی ده. نوموړي زیاته کړه چې موږ د کابل پوهتنون انجینرۍ څانګې او د افغانستان امریکایې پوهتنون سره هوکړه کړې څو د دوی ممتازو محصلینو ته د اریانا افغان هوایې شرکت کې د کار زمنیه برابره کړو چې له دې سره به د یاد شرکت کدر هم جوړ شي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د اریانا افغان او باختر شرکتونه د افغانستان هویت دی، د نړیوال باور تر لاسه کولو لپاره دې په دې شرکتونو کې هر اړخیز اصلاحات راوستل شي. نوموړي زیاته چې یو نړیوال معتبر شرکت دې د اریانا افغان هوایې شرکت تخنیکي مطالعه وکړي څو یاد شرکت په نړیوالو معیارونو برابر شي.

خبر

ښاغلي ارغندیوال وویل چې اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو سره د اریانا افغان هوايې شرکت ټول کارکوونکي دې خپلو دندو ته دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د دې شرکت مالي وضعیت ته په کتو سره باید لګښتونه را کم شي او د اریانا افغان هوایې شرکت رئیس ته یې هدایت ورکړ څو د یاد شرکت پورونه راټول او اړتیا ته کتو سره دې په اداري تشکیلاتو کې اصلاحات را منځته شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS