د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون ته په ملي بودیجه کې د رامنځته شویو تعدیلاتو او د روان مالي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 21 2020 2:16 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویې میاشتې په ۲ مه نېټه د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ او د یاد کمېسیون غړو ته یې په افغانستان کې د کرونا ویرس سره د مبارزې لپاره د بودیجوي تعدیلاتو او د ملي عوایدو راټولیدو په وضعیت توضحات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون د ۴۶ مې مادې له هدایت سره سم مالیې وزارت په هیواد کې د کرونا ویرس سره د مبارزې لپاره له عادي او پراختیایې بودیجې څخه د ۵.۱۱ میلیارده افغانو بودیجوي تعدیلاتو وړاندیز ولسمشرۍ عالي مقام ته وکړ چې د یاد مقام له لوري منظور شو. نوموړي زیاته کړه چې له یادو پیسو څخه یو میلیارده ۴۱۸ میلیونه افغانۍ په هرات، نیمروز او کابل ولایتونو کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو لپاره د ځانګړو روغتونونو او نورو لومړیتوب لرونکو ساختماني برخو جوړیدو ته، ۲ میلیارده افغانۍ د ولایتونو لپاره او ۱.۷ میلیارده افغانۍ د غنمو د پیر لپاره ځانګړي شوي دي.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویرس سره د مبارزې لپاره د مرستو ژمنه کړې، د افغانستان حکومت او د یاد بانک له هوکړې سره سم کومې پیسې چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومت له بودیجې څخه لګول کیږي د نړیوال بانک له لوري به د حکومت بودیجې ته بیرته ورکړل شي. په دې اساس موږ کولی شو له هغو پروژو څخه چې تعدیلات شوي بیرته بودیجه ورته ځانګړې کړو.

د مالیې وزارت سرپرست وویل دا چې کرونا ویروس یوه نوی پدیده ده او د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې ورته وړاندوینه نه ده شوی مالیې وزارت د قرنطین په ورځو کې په عادي بودیجه کې  ۱.۷ میلیارده افغانۍ سپما کړې او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یې ځانګړې کړې ده. همداشان ۳.۴۱ میلیارده افغانۍ د ادارو اختیاري پراختیایې پروژو او د احتیاط کودونو څخه تنقیص شوي دي.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل په ملي عوایدو هم منفي اغیزه کړې، تر دې مهاله مالیې وزارت ۶۰.۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د ټاکل شوي هدف په نسبت ۱۸ سلنه کسر ښیې. نوموړي د قرنطین په ورځو کې هیواد ته د وارداتو کموالی، د خصوصي سکټور د فعالیتونو دریدل او د دولتي ادارو رخصتي په ملي عوایدو کې د کموالي ستر دلیلونه یاد کړل.

همداشان د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون د غړو له لوري په ملي بودیجه کې د رامنځته شویو تعدیلاتو، د ملي عوایدو راټولیدو، له فساد سره د مبارزې او ګمرکي اصلاحاتو په اړه پوښتنې او نظریات وړاندې شول چې د مالیې وزارت رهبرۍ له لوري ورته ځوابونه وویل شول.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې ټاکل شوی ده په عادي او پراختیایې بودیجه کې نور تعدیلات هم راشي چې د منظورۍ لپاره به ملي شورا ته ولیږدول شي. نوموړي زیاته کړه هغه پوښتنې او نظریات چې د ملت استازي یې د مالیې وزارت په اړه لري په لیکلي بڼه دې را ولیږي او موږ یې ځواب ویلو ته ژمن یو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS