د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې

Anonymous (not verified)
Mon, Jun 01 2020 5:12 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په پیل کې دواړو لوریو خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړل او په بریالیتوب سره د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د جوړیدو لپاره یې د ابتدایې چمتو والي خبر وکړ. همداشان دواړو د یاد  کنفرانس لپاره په کلیدي او مهمو سندونو لکه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF2)، د حساب ورکولو ملي ستراتیژي، د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس ماسټر پلان او د یاد کنفرانس د پریکړه لیک په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند چمتو شوی او د جلالتماب ولسمشر د نظرونو، وړاندیزونو او ملاحظاتو اخیستلو لپاره ولسمشرۍ عالي مقام ته استول شوی دی چې د دوی د نظر اخیستلو وروسته به له مرسته کوونکو سره شریک شي څو په دې کنفرانس کې خپلې مرستې له یاد سند سره سمې تنظبم او همغږې کړي. همداشان د حساب ورکولو ملي ستراتیژي مسوده چمتو شوی او د نهایې کولو لپاره یې کارونه دوام لري.

خبر

همداشان دواړو لوریو د دولتي لوړپوړې پلاوي (SOM) په ناستې خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان له مرستو کوونکو سره د مرستو په څرنګوالي او په اړوندو برخو بحث وشي او د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس څخه مخکې به د دوی موافقه جلب شي.

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه  د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد ځانګړي استازي وویل چې ټولې عملیاتي، لوژستیکي او د همغږۍ چارې د یو لیک له لارې د افغانستان حکومت ته لیږل شوي او په دې لیک کې د مرسته کوونکو لومړیتوبه هم واضح شوي دي.

په پای کې پریکړه وشوه چې د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس دې په اعلی ډول جوړ شي او په یاد کنفرانس کې دې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د مرسته کوونکو هیوادنو او بنسټونو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS