د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په پیل کې دواړو لوریو خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړل او په بریالیتوب سره د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د جوړیدو لپاره یې د ابتدایې چمتو والي خبر وکړ. همداشان دواړو د یاد کنفرانس لپاره په کلیدي او مهمو سندونو لکه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF2)، د حساب ورکولو ملي ستراتیژي، د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس ماسټر پلان او د یاد کنفرانس د پریکړه لیک په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند چمتو شوی او د جلالتماب ولسمشر د نظرونو، وړاندیزونو او ملاحظاتو اخیستلو لپاره ولسمشرۍ عالي مقام ته استول شوی دی چې د دوی د نظر اخیستلو وروسته به له مرسته کوونکو سره شریک شي څو په دې کنفرانس کې خپلې مرستې له یاد سند سره سمې تنظبم او همغږې کړي. همداشان د حساب ورکولو ملي ستراتیژي مسوده چمتو شوی او د نهایې کولو لپاره یې کارونه دوام لري.
همداشان دواړو لوریو د دولتي لوړپوړې پلاوي (SOM) په ناستې خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان له مرستو کوونکو سره د مرستو په څرنګوالي او په اړوندو برخو بحث وشي او د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس څخه مخکې به د دوی موافقه جلب شي.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد ځانګړي استازي وویل چې ټولې عملیاتي، لوژستیکي او د همغږۍ چارې د یو لیک له لارې د افغانستان حکومت ته لیږل شوي او په دې لیک کې د مرسته کوونکو لومړیتوبه هم واضح شوي دي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس دې په اعلی ډول جوړ شي او په یاد کنفرانس کې دې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د مرسته کوونکو هیوادنو او بنسټونو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي.