ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 01 2020 1:22 PM
خبر

ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل.

د مالیې وزارت رهبرۍ په ولسې جرګه کې د خلکو له استازو څخه مننه کوي چې روان بیړني حالت ته په کتو سره یې بودیجوي تعدیلات تصویب کړل، چې د دې تعدیلاتو له تصویب سره حکومت کولی شي د کرونا ویروس خپریدو له امله اوسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په هیواد کې د کرونا ویروس له خپریدو وړاندې ترتیب شوې وه چې په هغه وخت کې د داسې خطرونو وړاندوینه نه وه شوې، په همدې اساس حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ملي بودیجه کې یو لړ تعدیلات راوستل. د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه د کال د پیل په پرتله ۱۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې چې ۱۲.۲ میلیارده افغانۍ په پراختیایې او ۵.۷ میلیارده په عادي بودیجه کې زیاتوالی راغلی، له بودیجوي تعدیلاتو وروسته د روان مالي کال بودیجه په ټوله کې ۴۴۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۴ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۱ میلیارده یې پراختیایې بودیجه جوړوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS