د اړوندو اقتصادي موضوعاتو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ/نیرو له وزیر سره د مالیې وزارت سرپرست ټلیفوني خبرې

Anonymous (not verified)
Mon, Aug 31 2020 1:44 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د وږې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ/نیرو له وزیر ښاغلي رضا اردکانیان، سره تلیفوني خبرې وکړې.

په پیل کې ښاغلي اردکانیان، په هیواد کې د وروستیو سېلابونو راوتو له کبله د مالي او ځاني زیانونو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او ترڅنګ یې د مالیې وزارت سرپرست ته د مالیې وزارت د تصدۍ ورسپارلو مبارکي ورکړه.

همدا شان د خبرو پر مهال دواړو لوریو د دوه اړخیزه سوداګریز او اقتصادي کمېسیون شپږمې ناستې ته په چمتووالي خبرې وکړې، چې ټاکل شوی ده د یاد کمېسیون ناسته او د برېښنا، اوبو او فاضله اوبو په برخه کې د ایران د تولیداتو او ټکنالوژۍ نندارتون په نږدې راتلونکی کې په کابل کې ترسره شي.

د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر وویل، چې که د افغانستان حکومت د مرستو غوښتونکی وي، دغه هیواد وروستیو سېلاب ځپلو ته په تخنیکي برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

د مالیې وزارت سرپرست له ښاغلي اردکانیان څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې موږ د دوه اړخیزه سوداګریز او اقتصادي کمېسیون شپږمې ناستې ته چمتووالی لرو، هیله ده دغه کمېسیون په ټاکلې موده ترسره شي، څو د دې کمیسیون په چوکاټ کې دوه اړخیزه ژمنې په ښه توګه پلي شي. نوموړي زیاته کړه، چې زموږ تخنیکي ډلې په دې برخه کې کار کوي او موږ خوښ یو چې په کابل کې د دغې ناستې کوربه توب کو.

د مالیې وزارت سرپرست، په هیواد کې د وروستیو سېلابونو راوتو له کبله له زیانمنو سره د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو په اړه وویل، چې موږ به دغه موضوع د حکومت مشرتابه ته وړاندي کړو او پایله به یې له تاسو سره شریکه کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS