د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون ته د ملي دسترخوان په اړه وضاحت ورکړ

admin_mof
Sat, Sep 12 2020 8:47 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د وږې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون ته د ملي دسترخوان پروګرام په اړه وضاحت ورکړ.

د مالیې وزارت سرپرست وویل:" نړیوال بانک د غیراختیاري بودیجې له لارې د یاد پروګرام لپاره ۲۸۰ میلیونه امریکایې ډالره ځانګړي کړي دي، چې په دې کې۱۵۵ میلیونه ډالره د نړیوالې پراختیایې ادارې یا IDA او ۱۲۵ میلیونه ډالره د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق ARTF ونډه ده."

د مالیې وزارت سرپرست زیانه کړه: "د دې پروګرام موخه د کرونا ویروس له امله له زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د مرستو دوام دی، چې له دې وړاندې اړمنو کورنیو ته وچې ډوډۍ وېشل کېدې. ښایي د دې پروګرام په چوکاټ کې اړمنو ته اوړه، وریجې، غوړي او د لاس وینځلو صابون ووېشل شي."

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه، چې د بودیجې اجرا د اصول پاڼې ۳۵ مې مادې له مخې د اختیاري پروژو د تمویل پریکړه د افغانستان د حکومت او د غیراختیاري پروژو د تمویل صلاحیت تمویلوونکو پر غاړه لري. د غیراختیاري پروژو شاملول یا تنقیص/ د روان مالي کال په اوږدو کې د ضمیمو په توګه د وجوې ور زیاتول د مالیې وزارت له صلاحیتونو ګڼل کېږي.

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست، په ولسي جرګه کې د خلکوله استازو غوښتنه وکړه، چې د خلکو د مهمو اړتیاوو پر بنسټ د ملي دسترخوان طرحه شوي پروګرام ښه پلي کیدو په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د ملي دسترخوان پروګرام په دوه پړاوونو کې پلي کیږي. په لومړي پړاو کې د ۱۲۳ ولسوالیو په ګډون ۳۴ ولایتونه پوښي، چې د ۱.۶ میلیونه کورنیو په لرلو سره به ۱۳ زره کلي ترې برخمن شي. دا پروګرام به په دویم پړاو کې د ۲۳۵ ولسوالیو په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۲۲ زره کلي چې ۲.۵ میلیونه کورنۍ لري پلی شي. د دې دوو پړاوونو په پلي کیدو سره له دې پروګرامه د افغانستان ۹۰ سلنه وکړي برخمن کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS