د سویلي اسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان یا سارک غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۵مه ناسته وشوه

admin_mof
Wed, Sep 16 2020 3:13 PM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د وږې میاشتې ۲۶ مه نېټه د سویلي اسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان یا سارک غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۵مه ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون او خبرې وکړې.

یاده ناسته چې هر کال د اسیا پراختیایي بانک کلنۍ ناستې په حاشیه کې جوړېږي، سږکال ۵۳ مه کلنۍ ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان په استازیتوب د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د سارک غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت مالي مرستیال، د سارک غړو هیوادونو له پراختیایي صندوق څخه د مننې ترڅنګ وویل:" د سارک غړو هیوادونو د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ډېرې مرستې کړي او د سارک د پراختیایي صندوق وړیا مرستې یې د سیمه ایزې او اقتصادي همکارۍ لپاره اړینې دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد صندوق د کووید ۱۹ له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره نږدې ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته کړي او دا پیسې به د یوې ګډې پروژې په بڼه چې ټوله کچه یې ۷.۷ میلیونه امریکایي ډالره کیږي له هندوستان پرته د سارک په ۷ غړیو هیوادونو کې د کووید ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي."

خبر

دا شان ښاغلي ځدران، د هند د لومړي وزیر ښاغلي نریندرا مودي، د هغه نوښت یادونه او مننه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۵ نیټه یې د کووید ۱۹ سره د مبارزې لپاره د یوه بیړني صندوق د جوړیدو اعلان وکړ. په دې صندوق کې د ګډون لپاره افغان حکومت ۱ میلیون ډالره بیل کړل خو دا چې دا پیسې به په کومه بڼه لګول کیږي د لګښت میکانیزم یې تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو د هر غړي هیواد څخه د ځانګړو شویو پیسو د لګښت په برخه کې به وروستۍ پریکړه د غړیو هیوادونو د مالیې وزارتونه کوي. نوموړي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پيل یادونه وکړه او د هغو بریالیتوب یې د افغانستان د سیاسي ثبات او اقتصادي ودې لپاره اړین وباله او زیاته یې کړه، چې په ۱۳۹۸ کال کې د کورنیو عوایدو کچه ۲.۷ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه چې دا د پرځان بسیاینې په لوري د حکومت لپاره غټه لاسته راوړنه وه. د افغانستان اقتصادي وده په ۱۳۹۸ کال کې ۳ سلنه خو په ۱۳۹۹ کال کې د کووید ۱۹ ناروغۍ په راتګ او د هغې د ناوړه اقتصادي اغیز په پایله کې به دا وده ۵ سلنه راښکته شي.

هغه یادونه وکړه، چې د بیوزلۍ د کچې د راکمولو لپاره افغانستان ۸ سلنه اقتصادي ودې ته اړتیا لري او په دې برخه کې د نړیوالو پراختیایي ملګرو مرستې او ملاتړ ډیر مهم دی.

د خبرو په پای کې ښاغلي ځدراڼ، د نیپال د بهرنیو چارو له وزیر څخه چې د ننۍ غونډې مشري یې کوله او همدارنګه د اسیا د پراختیایي بانک او ټولو ګډونوالو څخه د هغوی د پرلپسې ملاتړ له کبله د زړه له کومی مننه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS