د ۱۴۰۰مالي کال په ملي بودیجه کې د زابل ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه

admin_mof
Tue, Sep 29 2020 3:08 PM
خبر

۱۴۰۰مالي کال په ملي بودیجې په طرحه کې د زابل ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت د سلا مشورو ناسته د تلې میاشتې په ۷ مه نېټه وشوه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت استازي ښاغلي احمد فرید کریمي، د زابل ولایت باصلاحیته استازي ښاغلي حاجي محمد اسماعیل، د زابل ولایت د سکټور رئیس ښاغلي زلمي وطن، د ښځو چارو رئیسې اغلې صدیقې جلالي، قومي سپینږیرو او مخورو، د مدني ټولنو استازو او د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون درلود.

د مالیې وزارت استازي ښاغلي احمد فرید کریمي وویل:" د راتلونکي کال ملي بودیجې په طرحه کې د زابل ولایت د سترو پروژو ترڅنګ د کوچنیو او ټولګټو پروژو لپاره ۷۴ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوی دي، زموږ هیله داده، چې د زابل ولایت شریف وګړي، د بودیجې ټاکل شوي سقف په پام کې نیولو سره له موږ سره خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه شریک کړي او موږ وکولی شو، دغه اړتیاوې یې د راتلونکي کال ملې بودیجې په طرحه کې شاملي کړو."

خبر

ښاغلي کریمي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت د مشرتابه له پلان سره سم له حکومت سره د خلکو د مشورتي ناستو موخه داده، چې د خلکو لومړیتوب لرونکي پروژې انتخاب او موږ یې په پام کې نیولو سره وکولی شو د خلکو اړتیاوو ته ورسېږو.

هغه زیاته کړه، روڼتیا، حساب ورکړه، متوازنه پراختیا، د غوره خدمتونو وړاندي کول د ښې او بریالۍ حکومتولۍ بېلګه ده. له همدې کبله د مالیې وزارت مشرتابه له دوو کالو راپدیخوا د ښې بودیجې ترتیبولو لپاره له خلکو سره د مشورتي ناستې پروګرام پیل کړی دی.

د زابل ولایت باصلاحیته استازي ښاغلي حاجي محمد اسماعیل وویل، موږ د حکومت د لومړیتوب او سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړتیا په پام کې نیولو سره د بودیجې ترتیبولو په برخه کې د مالیې وزارت د طرحې هر کلی کوو. هغه زیاته کړه، چې په زابل ولایت کې زیاتې روغونې ته اړتیا ده او له مرکزي دولت څخه غواړو چې د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخه کې زابل ولایت ته زیاته پاملرنه وکړي. همدا شان د زابل ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کوو، چې د سیمې د خلکو د اړتیا وړ پروژې وټاکي څو د خلکو اړتیاوو ته ښه رسېدنه وشي.

خبر

د زابل ولایت د ښځو چارو رئیسې اغلې صدیقې جلالي، دې ولایت ته د جلالتماب ولسمشر او مالیې وزارت مشرتابه له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: موږ نن ورځ له مرکز څخه د پلاوي راتلل نېک پال ګڼو چې د زابل ولایت د خلکو اړتیاوې د راتلونکي کال ملي بودیجې په طرحه کې شاملوي. نوموړې زیاته کړه، چې له حکومت او د مالیې له وزارت څخه زموږ غوښتنه داده چې په دې ولایت کې د ښځینه طبقې زده کړو او ودې ته زیاته پاملرنه وکړي.

په یاده ناسته کې د مالیې وزارت د بودیجې عمومي ریاست له لوري، په دې اړه پریزینټېشن هم وړاندې شو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول. د دې ترڅنګ د زابل ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې هم واورېدل شوې او د مالیې وزارت د بودیجې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS