د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر او دایمي استازي سره په دوه اړخیزه همکاریو بحث وکړ

admin_mof
Wed, Sep 30 2020 9:50 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د تلې میاشتې په ۸ مه نېټه په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر او دایمي استازي ښاغلي حسین افني بوتسالي، سره په مالیې وزارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو په لا پراخېدو، له افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو، د سولې پروسې په برخه کې په همکاریو، سیمه ایز اتصال، د اسلامي هیوادونو ترمنځ د همکاریو په پراخېدو، د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس ترسره کېدو، د اسلامي هیوادونو تر منځ د اړیکو په رول په پیاوړي کولو، راتلونکو پلانونو او نورو ورته مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو مننه وکړه او د افغانستان لپاره یې د دې مرستو رول غوره وباله.

په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر او دایمي استازي، له افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS