د رسنیو په تړاو د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د تېرې ورځې د څرګندونو په اړه سپیناوی

admin_mof
Tue, Nov 17 2020 3:19 PM
خبر

د مالیې وزارت رهبري په هیواد کې د بیان ازادي او د رسنیو پراخ فعالیت د تېرو دوو لسیزو له سترو لاسته راوړنو څخه بولي او له دوی څخه ملاتړ کوي.

د هیواد رسنیو د حکومت د کړنو د انعکاس، د عامه ذهنیت روښانولو او د فساد له شومې پدیدې سره د اغیزمنې مبارزې په برخه کې رغنده رول لوبولی او تل یې په دې برخه خپل ملي رسالت تر سره کړی دی.

له بده مرغه په افغانستان کې ځینې اشخاص او کړۍ د هیواد د رسنیو له نوم څخه په ناوړه ګټه اخیستنه غواړي د امتیاز په بدل کې منفي تبلیغات وکړي او په دې ډول سره عامه ذهنیت خراب کړي، چې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په ولسې جرګه کې د تېرې ورځې د څرګندونو موخه هم د یادو کړیو یادونه وه، چې له بده مرغه د نوموړي له خبرو څخه غلط تعبیر اخیستل شوی.

د مالیې وزارت سرپرست په هیواد کې د رسنیو په رول ټینګار کوي، د حکومت او په ځانګړی توګه د مالیې وزارت د کړنو او فعالیتونو د انعکاس له کبله له دوی مننه کوي. د مالیې وزارت سرپرست له رسنیو څخه غوښتنه کوي چې د مالیې وزارت د کړنو په انعکاس کې له موږ سره خپله همکاري لا زیاته کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS