د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې ترتیب په څرنګوالي د مالیې وزارت لیدلوری

admin_mof
Mon, Jan 18 2021 11:34 AM

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د مالي پلان ګذارۍ په برخه کې د اصلاحاتو ساتلو او د نړیوالو معیارونو سره سم، پرمختیایي لومړیتوبونو، د توازن اصل، پایداره اقتصادي ودې، ملي پراختیا او د مالي امکاناتو او محدودې ته په کتو سره ترتیب کړې ده.

د افغانستان حکومت، د ملي بودیجې له لارې روڼتیا، ځواب وینې او د سرچینو مؤثر مدیریت ته ځان ژمن بولي، د ملي بودیجې ترتیب د مالي امکاناتو او محدودې په پام کې نیولو سره نوې پانګونې په غوره او هدفنده توګه مدیریت کوي.

د ۱۴۰۰ کال په ملي بودیجه کې لومړیتوبونه او د اوبو د سرچینو مدیریت، کانونه او پطرولیم، زېربنا جوړونې، سیمه ییز اتصال، عدلي او قضایي برخې او برېښنایي پېژند پاڼو په څېر سترې پروژې شاملي دي.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټوله بودیجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده، چې له دې جملې عادي بودیجه ۳۱۱ میلیارده افغانۍ او پراختیایي بودیجه ۱۶۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.

مالیې وزارت د هیواد د نافذه قوانینو، مالي امکاناتو او محدودې په پام کې نیولو سره په دویمه مسوده کې ولسي جرګه کې د خلکو د استازو نظرونه، وړاندیزونه او ملاحظات په پام کې نیولي دي. په یادو اصلاحاتو کې کولی شو د چارو ادارې /عملیاتي واحد د بودیجې مدیریت (د دې ادارې له بودیجې څخه له ۵ میلیارده د زیاتو پیسو کمول او اړوندو ادارو ته یې لېږدول) د ۹۱ او ۹۲ له کودونو څخه د ۶۰۰ میلیونه افغانیو کمول، د بودیجې د اجرا په اصولنامه کې تغییرات لکه د منځني کال د ارزونې سند د پړاوونو ترسره کولو په موخه د مشخص معیاد مقید کول او د ادارو په ځانګړنه کې د اصولنامې د مادي زیاتول چې د ملي شورای له لوري نه ده تصویب شوې.

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې په طرحه کې مالیې وزارت د روانو پروژو ترڅنګ، له اقتصادي مطالعاتو، تخنیکي ارزونې او قانوني پړاوونو ترسره کولو وروسته ۱۹ نوې پروژې په پام کې نیولې دي.

مالیې وزارت د ولایتي توازن په پام کې نیولو سره د ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۴۲۶ پروژې د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې په طرحه کې په نظر کې نیولي دي، د ولایتي بودیجې د سقف وېشنه د پروژو د تمویل په موخه د اړینو عواملو پر بنسټ طرحه شوې ده، په مشورتي ناستو کې چې د هر ولایت لپاره د ثابتې برخې، د نفوسو د شمېر او د بېوزلۍ په پام کې نیولو سره د ولایتونو د درجه بندۍ، له مخې په نظر کې نیول شوې ده. همدا شان دغه پروژې له هغه وروسته چې د مالیې وزارت تخنیکي ټیم د هیواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې له مدني ټولنو، مخورو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره له نږدې ولیدل او سلا مشورې یې ورسره وکړې، هغوی خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه د مالیې له وزارت سره شریک کړل، زیاتې شوي دي.

له دې ټولو سره باید یادونه وکړو، چې د ۱۴۵۰ پروژې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د ۵۳۲ د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت پروژې د ملي بودیجې په مسوده کې شاملي شوي دي او د هیواد په کچه به پلي شي.

همدا شان۱۵۰ میلیونه افغانۍ د کوچیانو لپاره په نظر کې نیول شوي دي او په تړاو به یې وروسته ناستې هم ترسره شي.

د ۱۴۰۰ ملي بودیجې په طرحه کې به د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونه د ملکي خدمتونو او د لوړ پوړو چارواکو د معاشونو د قانون مطابق چې د هیواد د پارلمان له لوري تصویب او تطبیق کېږي، اجراء شي.

د ۱۴۰۰مالي کال ملي بودیجې په طرحه کې د نورو اصلاحاتو ترڅنګ، د ۹۱ او ۹۲ کودونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د مقررې تصویب او ترتیب دی. همدا شان د احتیاطي متفرقه کودونو کمول دي، چې په ۱۳۹۹ کال کې له ۳۴ څخه په ۱۴۰۰ مالي کال کې ۱۵ کوودونو ته را ښکته شوي، په دې سربېره د احتیاطي کودونو په بودیجه کې د پام وړ کموالی راغلی دی، چې تېر کال د احتیاطي کودونو بودیجه ۲۷ میلیارده افغانۍ وه او اوس ۱۸ میلیارده افغانیو ته راښکته شوې ده.

همداشان د ۹۱ او ۹۲ کودونو د لګښتونو تنظیم لپاره د مالیې وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې او غوښتونکي ادارې څخه یوه ګټه کمېټه جوړه شوې ده، چې د مشخصې لایحې او مقررې درلودونکې ده.

په پای کې په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو څخه د مالیې وزارت د مشرتابه غوښتنه داده، چې د پراختیایې پروژو د ښه پلي کولو او د دولت د عملیاتي چارو د تنظیم په خاطر ژر تر ژره د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړي. هره ورځ چې د ملي بودیجې تصویب له ځنډ سره مخ کېږي، د پرمختیایي پروژو په پلي کولو او د هیواد په اقتصادي بهیر به ناوړه اغېز ولري.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS