"د جینوا – ۲۰۲۰ کنفرانس د ژمنو د تعقيب او ترسره کولو" لوړ پوړی ورکشاپ جوړ شو

admin_mof
Sat, Feb 27 2021 9:27 AM
خبر

د ماليې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب پر ۲مه نیټه "د جینوا – ۲۰۲۰ کنفرانس د ژمنو د تعقیب او ترسره کولو" په موخه د افغانستان د جلالتماب ولسمشر محمد اشراف غني تر مشرۍ لاندې رابلل شوي لوړ رتبه ورکشاپ د پرانستې په غونډه کې وينا وکړه. دا مراسم چې د ارګ په چهار چینار مانۍ کې جوړ شوي وو د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د کابينې غړو، د ماليې وزارت پالیسۍ معین، سفیرانو او په کابل کې میشتو کوردپلماتیکو غړو هم په کې ګډون کړی وو.

د ماليې وزارت سرپرست وزیر وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د نړيوالو همکارانو تر منځ مشارکت زموږ په ګډو ارزښتونو او موخو کې ريښې لري. د ماليې وزارت سرپرست وزیر د چارو ادارې ته د افغانستان د مشارکت چوکاټ (APF) د تطبيق د داخلي او بين الوزارتي همغږۍ د مسئوليت د لیږد هرکلی وکړ.

خبر

او د حکومت د هغې پریکړې پر وړاندې يې چمتو والی وښود چې د ماليې وزارت به د افغانستان د مشارکت چوکاټ (APF) د تطبيق لپاره له مرسته ورکوونکو سره همغږۍ او د مرستو د همغږۍ د نورو مواردو بهیر ته د پخوا په څیر دوام ورکړي چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند د پلي کولو مديریت به هم د ماليې وزارت تر مشرۍ لاندې دوام پیدا کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS