د فساد، بې غورۍ او کم کارۍ ستونزو ته د رسېدو په موخه له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست مخامخ ناسته

admin_mof
Sat, Jun 26 2021 2:33 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د فساد، بې غورۍ، کم کارۍ او د مالیې وزارت د ځینو کارکوونکو او مسؤلینو د ناوړه چلند او نورو ورته ستونزو ته د رسېدو په موخه د خلکو له مختلفو قشرونو (ملي سوداګرو، پانګوالو او عامو خلکو) سره د دې وزارت په خیبر هال کې په مستقیم ډول وکتل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د مالیې وزارت مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالخالق سرابي او د دې وزارت مسؤلینو او یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو، په پیل کې د مالیې وزارت مقام د دفتر ریاست په تشکیل کې شکایتونو ته د رسېدو اورېدو امریت رامنځته کېدو، د (ترسره شویو او تر کار لاندې) شکایتونو د وضعیت، د شکایتونو مجموعې، (مؤجه شکایتونو، غیر مؤجه شکایتونو او حل شویو شکایتون) او د شکایتونو ترلاسه کولو په تړاو پریزینټېشن وړاندې شو.

ورپسې بېلابېلو قشرونو، د مالیې وزارت د بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه عوایدي سرچینو، استخدام په برخه کې د اصلاحات، او دولتي شرکتونو په برخو کې خپلې ستونزې، وړاندېزونه او نظرونه د مالیې وزارت له سرپرست شریک کړل او دغو موضوعاتو ته د رسېدو غوښتونکي شول. د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ، ستونزې ډل بندي کړې او دغو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې اړوندو مراجعو ته وړاندې کړې. نوموړي ټولو شکایت کوونکو ته ژمنه ورکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه کېږي.

خبر

د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت سرپرست، د حکومت په کچه د یوه بېساري اقدام په ترسره کولو، د پنجشنبې په ورځو له (۱-۳ بجو پورې) د مختلفو قشرونو (مالیه ورکوونکو، ملي سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او عامو خلکو) سره له نږدې لیدنه او خبرې کوي، څو د دوی ستونزې له نږدې واوري او د نافذه قوانینو په رڼا کې د حل لارې ورته ومومي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS