د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست د یوشمېر سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

admin_mof
Sun, Oct 10 2021 11:16 AM
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مولوي رحمت الحق فُضیل په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د سوداګرو د بېلابېلو اتحادیو له مسولینو سره ناسته وسوه.

په دې ناسته کي چي د ګمرکونو او عوایدو په چارو کي د مالیې وزارت مقام سلاکار اسدالله ساجد (خبیب)، د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي چارو مرستیال محمد عمر مومند او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال محمد یونس مومند هم شتون درلود، یادو سوداګرو د خپلو ستونزو او وړاندیزونو د وړاندې کولو تر څنګ دواړو لورویو د يو شمېر سوداګريزو چارو په ګمرکي طى مراحلو او په دې برخه کي د اسانتياوو په راوستلو بحث وکړ او په اړه یې لازمې پریکړې وسوې.

خبر

د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست وویل چي ستاسو ستونزو او وړاندیزونو ته به قوانینو ته په کتو سره پاملرنه کیږي او نوموړي په راتلونکي کي د ورته غونډو په جوړېدو یې ټینګار وکړ څو په مهمو ګمرکي مسایلو کي د سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS