د عشر او زکات راټولولو د څرنګوالي په تړاو لومړنۍ ناسته وسول

admin_mof
Sat, Nov 20 2021 8:34 PM
خبر

د عشر او زکات راټولولو د څرنګوالي په تړاو لومړنۍ ناسته د مالیې وزارت دعوایدو لوی ریاست د سرپرست معراج محمد معراج په مشرۍ د زراعت، امر بالمعروف و نهی عن المنکر، ارشاد حج او اوقافو، مالیې وزارت، افغانستان بانک او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سول.

په دغه ناسته کي چي د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل سول، د عشر او زکات راټولو پر طرحه او میکانیزم، راټولونکي ادارې، په دې تړاو د عامه پوهاوي غوره والی، د عشر او زکاتو په راټولو کي شفافيت او پر اړمنو کسانو یې د وېشلو په تړاو بحث او خبري اتري وسوې.

د یادو سویو ادارو استازو پر دې ټينګار وکړ، چي د عشر او زکات راټولو طرحه دي داسي جوړه سي، چي هم اقتصادي او امنیتي اړخ ولري او همدارنګه د حکومت او ولس ترمنځ واټن هم له منځه یو سي.

خبر

وروسته پردې پرېکړه وسول، چي له یادو ادارو دي یوه ګډه کمېټه پر دې طرحه کار وکړي، ترڅو د عشر او زکات راټولو لپاره یو منظم سیستم منځ ته راسي.

د یادوني وړ ده، چي عشر او زکات له کلنۍ لاسته راوړنۍ لکه حیواني او کرنیزو محصولاتو څخه راټوليږي او د هيواد پر بېوزلو وېشل کيږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS