خبرتيا!
ټولو درنو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي، چي ستونزو ته د رسېدو او اصلاحي پروګرامونو په دوام، د ماليې وزارت د دفتر لوی رئيس په پام کي لري، چي په اوونۍ کي دوې ورځي هره ( يکشنبه او چهارشنبه د ماسپښين پر ۳بجو) له خلکو سره په مستقيم ډول وګوري او هغه ستونزي او ګواښونه چي د هيواد سوداګر، خصوصي متشبثين او عام وګړي ورسره مخ دي، د قانون په رڼا او د وظيفوي صلاحيتونو په چوکاټ کي ورته رسيدګي وکړي.
د دې پروګرام ځانګړې موخه د ماليې وزارت په کاري حوزه کي د خلکو عمومي ستونزو ته رسيدګي ده، نو پر هم دې اساس تاسي کولای سئ خپلي ستونزي، نيوکي او ګټور وړانديزونه په حضوري توګه د ماليې وزارت د دفتر له لوی رئيس سره په مخامخ ډول شريک کړئ او د حللارو، غوره چارو او خدمت وړاندي کولو لپاره د ماليې وزارت سره همکاره و اوسئ.
يادونه: په دغه پروګرام کي د نومليکني او ګډون په موخه، تاسي کولای سئ يوه ورځ مخکي تر ټاکلي نېټې، د دفتر عمومي رياست ته تشريف راوړئ.