د عوايدو لوی رئيس د هيواد د صرافانو ټولني له غړو سره غونډه وکړل

admin_mof
Mon, Dec 27 2021 8:28 PM
خبر

د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج د هيواد د صرافانو ټولني له مرستيال دادگل او غړو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کي غونډه وکړل او د صرافيو د اړوندو مالياتو په اړه يې هراړخيزي خبري او بحث ترسره کړ.

په دې غونډه کي د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج په خپلو خبرو کي وويل: "موږ ژمن يو او په همدې ډول له صرافانو څخه هم غوښتونکي يو چي د دوه اړخيزي همکارۍ په چاپېريال کي فساد صفر ته راټيټ کړو، د بېلابېلو اصنافو له پاره اسانتياوي رامنځته کړو، ماليات په عدل سره تر لاسه کړو او د درواغو او غلاؤ فرهنگ په له منځه وړلو کي تلپاتي همکاران واوسو."

د خبرو او بحث پر مهال د صرافانو ټولني مرستيال دادگل او ورسره غړو د مالياتو په برخه کي د صرافانو ستونزي او وړانديزونه بيان کړل چي د عوايدو لوی رئيس له لوري ورته د حل لاري په گوته سوې.

خبر

د غونډي په پای کي څو گډي هوکړي پر دې وسوې چي صرافان به د ثابتي ماليې پر ځای د مالياتي اظهارليک په وړاندي کولو سره خپله ماليه تاديه کوي او همدا راز له صرافانو څخه د مالياتو د ټاکلو او اخيستلو له پاره به په گډه د عوايدو لوی رياست او د صرافانو ټولني د استازو يوه کمېټه جوړيږي او د هغوئ د گډي هوکړي په پايله کي به د صرافۍ ماليات د يوه مشخص ميکانيزم له لاري وضع او راټوليږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS