افغانستان د لاسي صنایعو دولتي شرکت د فرهنګ ښکارندوی او عوایدي منبع

admin_mof
Sat, Mar 19 2022 4:30 PM
خبر

د افغانستان د لاسي صنایعو دولتي شرکت، چي په (۱۳۴۵ل) کال کي تاسیس سوی، په لومړیو کي د کانونو وزارت په چوکاټ د یوې تصدۍ په توګه او وروسته د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کي د سهامي مختلط شرکت په توګه ئې فعالیت کوی. اوس مهال دغه شرکت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تر اثر لاندي د مالیې وزارت په چوکاټ کي خپل فعالیتونه پر مخ بیايي.

دغه شرکت د غالیو، ګیلم، فرشونو، شیشه ګرۍ، منبت کارۍ، میناکارۍ، سفالونو او د لرګینو او ربړینو بېلابېلو لاسي صنایعو په برخه کي فعالیت کوي او له همدې لاري ګڼو هيوادوالو په ځانګړي ډول ښځینه ‌وو ته کاري زمینه برابروي او د کورنیو اقتصادي وضیعتونو په غوره والي کي اغېزمن رول لوبوي.

 

 

خبر

 د افغانستان د لاسي صنایعو دولتي شرکت مالي مرستیال، غلام نبي ناجي وايي: د افغانستان لاسي صنایع د هيواد د فرهنګ، تاریخ او تمدن ښکارندوی او یوه غوره عوایدي منبع ګڼل کېږي، چي د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضیعت د ښه والي ترڅنګ د توریسم او سیلانیانو په جذب کي هم مثبت اغېز لري؛ خو په تېرو ۲۰ کلونو کي د دولت نه پاملرنه او د کارکوونکو لپاره د یوه جامع سیسټم نه شتون له امله دغه صنایع د پام وړ پراختیا ونه موندله.

 
خبر

د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د مالیې وزارت د ځانګړې پاملرني له مخي د کوچنیو تشبثاتو د پراختیا او توسعه په ځانګړي ډول لاسي صنایعو برخه کي هیله مندي داده، چي د افغانستان لاسي صنایع به په کور دننه او نړیوال بازارونو کي وځلېږي. لاسي صنایعو ته پاملرنه نه یوازې دا چي کورني اقتصاد ته وده ورکوي، بلکي د زرګونو هيوادوالو په ځانګړي ډول ښځینه‌ وو ته په ښارونو، کلیو او بانډو کې کاري زمینې برابروي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS