په افغانستان کي د نړیوال بانک د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پراختیایي پروژو د بیا پلي کولو په تړاو د مالیې وزارت اعلامیه

admin_mof

د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د نړیوال بانک له لوري افغانستان کي د درو سترو پراختیایي پروژو پلي کولو، چي د ۴۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت دي هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کي خورا مهم او سترګام بولي.

د مالیې وزارت او نړیوال بانک له پرله پسې خپلمنځي اړیکو او د دغه وزارت د هلو ځلو په پایله کي نړېوال بانک پرېکړه کړې، چي د ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په افغانستان کي خپلي پراختیايي پروژې بېرته پېل کړي.

د مالیې وزارت ډاډه دئ، چي ددغه پراختیايي پروژو له پلي کولو سره به زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر سي او د هېواد پر اقتصادي وضیعت به مثبت اغېز ولري.

همدا شان د مالیې وزارت په پراختیایي برخه کي د افغانستان وضعیت په پام کي نیولو سره د نړیوال بانک له لوري د یادو پراختیایي پروژو پلي کول بس نه ګڼي، هیله لري چي د نورو پاتي پراختیایي پروژو بیا پلي کولو کې هم ورته د یاد بانک له خوا ورته اقدام وسي.

وروستي اعلانونه

Back to announcements