د مالیې وزارت او اړوندو ادارو په تائید به نفت او ګاز را واردېږي

admin_mof
Sat, Apr 23 2022 12:56 PM
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د وزیرانو شورای د اقتصادي کمېسیون ناسته ترسره سوه.

په دې ناسته کي د یو شمېر نورو اقتصادي مسایلو ترڅنګ وویل سول، چي له دې وروسته به ټول نفتي توکي او مایع ګاز د نفتو او ګازو دولتي شرکت تر ریاست لاندي له مالیې صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د نورم او سټنډرډ ادارې څخه جوړي سوي مختلطې کمېټې له تائید څخه وروسته هیواد ته واردېږي.

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له خوا په انحصاري توګه د خامو نفتي موادو د تورید اړوند پیشنهادي طرحه تصویب ده. د راتلونکي ۱۴۰۱ کال له حمل میاشتې وروسته، خصوصي شرکتونه د کاندنسات ګازو او خامو نفتي موادو د ورود اجازه نه لري. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د نفتو او ګازو دولتي شرکت او د نورم او سټنډرډ ملي ادارې څخه جوړي مختلطي کمېټې ته دنده سپارل کېږي، څو د یو شفاف میکانیزم له مخي د یادو موادو (تورید څخه پیل، د فابریکې او پالایشګاه له خوا تر مصرف پوري) له پروسې څخه هر اړخیز نظارت ترسره او وقتأ فوقتأ اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندي کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS