د څلورمي دورې مالیاتي محاسبینو  څخه ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
Sat, Jun 25 2022 2:05 PM
خبر

په همدې موخه د ګمرکونو او عوایدو اګاډمي کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج، د عوایدو دحقوقي چارو رئیس ندا محمد صدیقي، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د اړیکو او عامو پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل او (۱۲۲) مالیاتي محاسبینو ګډون کړی وو.

معراج محمد معراج مالیاتي محاسبین د مالیې د راټولولو په برخه کي یو ستر قوت وباله او وې ویل: د مالیاتي محاسبینو په مټ به مالیه په شفافه توګه را ټولیږي او د مالیې له تیښتې څخه به مخنیوی کیږي او د دوی د صادقانه هڅو په نتیجه کي به عادي او پراختیایي ملي بودیجه بشپړيږي.

ښاغلي معراج  مالیه د دولت قانوني حق وباله او ددې حق د ترلاسه کولو په برخه کي یې د مالیاتي محاسبینو رول مهم وګڼه او وې ویل: چې مالیاتي محاسبین باید هیواد ته د ژمنتیا، وړتیا، رښتینولۍ او د پاک احساس په شرایطو سمبال وي.

معراج محمد معراج د عوایدو لوي ریاست له لوري مالیاتي محاسبینو ته د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

عبدالولی نوري وویل: چي مالیاتي محاسبین د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکي ترمنځ د اړیکو جوړونکو په توګه کار کوي او په دې برخه کي باید د بې پرې توب ټول اصول مراعت کړي. نوموړي د مالیاتي محاسبینو لپاره وړتیا، تقوا او امانتداري درلودل اړین شرایط وبلل.

خبر

د عوایدو د حقوي چارو رئیس ندا محمد صدیقي له مالیاتي محاسبینو څخه د ازموین د اخیستلو په تړاو معلومات ورکړل، ټینګار یې وکړ او ډاډ یې ورکړ، چي ازموینه به د بشپړ شفافیت په رڼا کي اخیستل کیږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS