امتحان دوره چهارم محاسبین مالیاتی اخذ گردید

په همدې موخه د ګمرکونو او عوایدو اګاډمي کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج، د عوایدو دحقوقي چارو رئیس ندا محمد صدیقي، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د اړیکو او عامو پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل او (۱۲۲) مالیاتي محاسبینو ګډون کړی وو.
معراج محمد معراج مالیاتي محاسبین د مالیې د راټولولو په برخه کي یو ستر قوت وباله او وې ویل: د مالیاتي محاسبینو په مټ به مالیه په شفافه توګه را ټولیږي او د مالیې له تیښتې څخه به مخنیوی کیږي او د دوی د صادقانه هڅو په نتیجه کي به عادي او پراختیایي ملي بودیجه بشپړيږي.
ښاغلي معراج مالیه د دولت قانوني حق وباله او ددې حق د ترلاسه کولو په برخه کي یې د مالیاتي محاسبینو رول مهم وګڼه او وې ویل: چې مالیاتي محاسبین باید هیواد ته د ژمنتیا، وړتیا، رښتینولۍ او د پاک احساس په شرایطو سمبال وي.
معراج محمد معراج د عوایدو لوي ریاست له لوري مالیاتي محاسبینو ته د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
عبدالولی نوري وویل: چي مالیاتي محاسبین د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکي ترمنځ د اړیکو جوړونکو په توګه کار کوي او په دې برخه کي باید د بې پرې توب ټول اصول مراعت کړي. نوموړي د مالیاتي محاسبینو لپاره وړتیا، تقوا او امانتداري درلودل اړین شرایط وبلل.

د عوایدو د حقوي چارو رئیس ندا محمد صدیقي له مالیاتي محاسبینو څخه د ازموین د اخیستلو په تړاو معلومات ورکړل، ټینګار یې وکړ او ډاډ یې ورکړ، چي ازموینه به د بشپړ شفافیت په رڼا کي اخیستل کیږي.